نیمروز کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رياست د غونډو په تالار کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
ياده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مفتي حبیب الله الهام، د لويديځ زون د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل شميل احمد مشعل، د ملي راډيو تلويزيون آمر، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيبالله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: په دې ولایت کې د محلي رسنیو لپاره اړینه ده، چې د اورېدونکو د زیاتېدو او د اقتصادي ستونزې د حل کولو په موخه د خپلو نشراتو کیفیت لوړ کړي، نوموړي له رسنیو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د هر اړخیزو همکاریو او هم/غۍ ژمنه وکړه.
د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل شميل احمد مشعل د کميټې د فعاليتونو اړوند معلومات شريک کړل او په نيمروز ولايت کې يې له خبريالانو سره د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کولو له امله خوښي څرګنده کړه.
همدا راز د ناستې په ترڅ کې د يو شمېر محلي رسنيو مسؤلينو او خبريالانو هم د رسنيز ډګر اړوند خپل نظريات شريک کړل.
یاده غونډه د دُعا په ويلو سره پای ته ورسیده.
۱۴۴۶/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۸ هـ ل
