نیمروز کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
Sat, Oct 19 2024 11:33 AM
lkjo

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رياست د غونډو په تالار کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
ياده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مفتي حبیب الله الهام، د لويديځ زون د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل شميل احمد مشعل، د ملي راډيو تلويزيون آمر، د رسنيو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: په دې ولایت کې د محلي رسنیو لپاره اړینه ده، چې د اورېدونکو د زیاتېدو او د اقتصادي ستونزې د حل کولو په موخه د خپلو نشراتو کیفیت لوړ کړي، نوموړي له رسنیو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د هر اړخیزو همکاریو او هم/غۍ ژمنه وکړه.
د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل شميل احمد مشعل د کميټې د فعاليتونو اړوند معلومات شريک کړل او په نيمروز ولايت کې يې له خبريالانو سره د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کولو له امله خوښي څرګنده کړه.
همدا راز د ناستې په ترڅ کې د يو شمېر محلي رسنيو مسؤلينو او خبريالانو هم د رسنيز ډګر اړوند خپل نظريات شريک کړل.
یاده غونډه د دُعا په ويلو سره پای ته ورسیده.

۱۴۴۶/۴/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۸ هـ ل

تازه ترین اخبار

Thu, Oct 15 2026 11:37 AM
Background image

Law on the Preservation of Jihadi Heritage Explained in Maidan Wardak

The General Directorate for the Preservation of Jihadi Heritage, in cooperation with the Maidan Wardak Directorate of Information and Culture, held a meeting to explain the Law on the. . .

Thu, Oct 15 2026 11:31 AM
Background image

Deputy Minister for Publications Meets Media Representatives and Journalists in Laghman

Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications at the Ministry of Information and Culture, and Mawlawi Safiullah Raed, Director of Media Monitoring, met media representatives. . .

Wed, Oct 14 2026 3:22 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Seminar on Journalists’ Professional and Intellectual Development in Laghman

The Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, in cooperation with the Laghman Provincial Department of Information and Culture, held a one-day. . .

BACK TO NEWS