نورستان کې د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړېږي

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۲۹
defghyuiop

د شانتي رضاکاره ټولنې له لوري د اطلاعاتو اوکلتور رياست تر چتر لاندې د نورستان ولایت مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې ښځو لپاره د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړېږي. 
د شانتي رضاکاره ټولنې مسؤل موسی کلیم د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق‌بیان سره د لیدنې پر مهال وویل: د یادو مرکزونو په پرانېستلو سره به ښځو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ  په برخه کې روزنه ورکړل شي.
ښاغلي کلیم زیاته کړه؛ د دې پروژې موخه د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د کورنۍ لپاره د حلالې روزۍ پیدا کول دي، د یادو مرکزونو لپاره د جامو ګنډلو ماشینونه، برقي سامان آلات، او نور اړین توکي انتقال شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق‌بیان د شانتي رضاکاره ټولنې دغه نیک اقدام وستایه او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه. 
نوموړي وویل: د دې پروژې پر مټ به د ښځو اقتصادي وضعیت ښه شي او هغوی به د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د دې حرفوي زده کړو مرکزونو جوړېدل به نه یوازې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا سبب شي، بلکې د ټولنې د بې ‌وزلو کورنیو لپاره به د ګټې وسیله هم وګرځي.

۱۴۴۶/۷/۲۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۹ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS