میدان وردګو کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
.......

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس شېخ شرف الدین نقره کارهم ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د رسنیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ رسنیزې چارې پر مخ وړي او تر دې مهاله په دغه ولایت کې د رسنیزو چارو پر وړاندې کوم خنډ هم نه دی رامنځته شوی، ښاغلي مجاهد د رسنیو ملاتړ خپل مسوولیت یاد کړ.  
په ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس شېخ شرف الدین نقره کار خبریالان په ټولنه کې د يو مثبت بدلون لپاره غوره ځواک وبللو او ویې ويل: امربالمعروف او نهي عن المنکر د اسلامي نظام یو مهم او اساسي اصل دی، د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خوا جوړ شوی قانون د اسلام مبارک دین د اصولو او حنفي فقهې مطابق جوړ شوی دی، نوموړي د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه هیله وکړه، چې د یاد قانون د عامه پوهاوي په برخه کې پوره همکاري وکړي.
په دغه ناسته کې د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د یاد قانون په ښه پلي کولو او د عامه پوهاوي په برخه کې به له دغه رياست سره پوره همکاري وکړي او ژمنه یې وکړه، چې د پالیسیو په رڼا کې به د ولس او حکومت ترمنځ د باور فضاء ساتنه کوي.

۱۴۴۷/۵/۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS