مولانا درې تفریحي سیمه کې ادبي ناسته ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو، د لوګر ولایتي ادارې او د څرخ ولسوالۍ د مسؤلینو، قومي مشرانو، ځوانانو، ادبیانو او شاعرانو په ګډون د څرخ ولسوالۍ اړوند مولانا درې په تفریحي سیمه کې ادبي ناسته ترسره شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: د وزارت مشرتابه د لوګر د فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا او د فرهنګي قشر د هڅونې لپاره دې ولایت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د مولانا درې تفریحي سیمه د هېواد له ښکلو طبیعي سیمو څخه ده او د څرخ ولسوالۍ د غازیانو، علماوو، مؤرخینو او نامتو شخصیتونو ټاټوبی دی، نوموړي زیاته کړه، چې مولانا یعقوب چرخي د اسلامي امت ویاړ دی او د دې تاریخي او فرهنګي سیمې د ساتنې او پراختیا لپاره به لازمې هڅې دوام ومومي.
د څرخ ولسوالۍ یوه تن قومي مشر ملک عبدالسمیع وویل: د امن په فضا کې د مشرانو ترڅنګ په داسې ادبي غونډه کې ګډون د ویاړ ځای دی. نوموړي د مولانا درې د تاریخي او تفریحي ارزښت، فرهنګي شخصیتونو او ادبي هلو ځلو په اړه معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د سیمې د سړک تر جوړېدو سربېره دې د سیلانیانو لپاره نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې شي.
ورته مهال د هرات ولایت اوسېدونکي او ګرځندوی سید سجاد سادات، وویل: د موټرسایکل په وسیله مې د هېواد ۳۳ ولایتونو او لسګونو ولسوالیو ته سفرونه کړي او د ډاډمن امنیت له امله مې دا ځل د څرخ ولسوالۍ مولانا درې ته سفر وکړ.
د ناستې په پای کې شاعرانو او ترنم کوونکو خپل ادبي او هنري اثار ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو د دغه سفر په لړ کې د مولانا یعقوب چرخي له نظر ځای او د سپه سالار غلام حیدر خان چرخي او شاه صاحب  محراب له تاریخي آبدو څخه هم لیدنه وکړه.

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۲۰:۱۳
Background image

سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو او قلموالو مبارزینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې د ۲۵۰ تنو خبریالانو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د نامتو ترکمن شاعر مختوم قلي فراغي (۳۰۲) کلیزه ونمانځل شوه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د افغانستان د ترکمنانو فرهنګي ټولنې له لوري نامتو ستر ترکمن شاعر او مفکر مختوم قلي فراغي د درې سوه دویمې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه شوه، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۴
Background image

مولانا درې تفریحي سیمه کې ادبي ناسته ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو، د لوګر ولایتي ادارې او د څرخ ولسوالۍ د مسؤلینو، قومي مشرانو، ځوانانو، ادبیانو او. . .

BACK TO NEWS