محمد طاهر زهير: د جام څلي د ټينګښت د کار د ځنډېدو لپاره هېڅ دليل د توجيه وړ نه دى

farzad_moicgovaf
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۵:۴۲
محمد طاهر زهير: د جام څلي د ټينګښت د کار د ځنډېدو لپاره هېڅ دليل د توجيه وړ نه دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د وسله والو جګړو په وخت کې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې د ملي کمېټې په هغې غونډه کې چې نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د جام څلي د ټينګښت د کار د چټکتيا بهير په موخه جوړه شوه، څرګنده کړه چې د دغه څلي د ټينګښت د کار د ځنډېدو لپاره هېڅ دليل د توجيه او منلو وړ نه دى.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د جام څلي د ټينګښت د کار پر چټکتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: په تېرو۴٠ کلونو کې جام څلي ته زيات زيانونه اوښتي دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د لارښوونې له مخې جدي تصميم نيولى دى چې بايد په روان کال کې د جام څلي د ټينګښت کار پيل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د جام څلي د ټينګښت د کار د پيل په اړوند د غونډې غړیو ته توضيحات ورکړل او ويې ويل: ټاکل شوې وه سږکال د وري په ۱۰مه د جام څلي د ټينګښت کار پيل شي، خو اوس چې د غويي ۲ مه ده، کار يې نه دى پيل شوى.
زهير زياته کړه: که يونسکو دغه اقدام ته حاضر نه دی، په دې صورت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دې په رسمي ډول خبر ورکړي چې موږ وکولاى شو بديل دونرونه انتخاب کړو.
محمد طاهر زهير دغه راز ټينګار وکړ: که سږکال د جام څلي کار پيل نه شي، د دې خطر شته چې موږ د “اليف” بنسټ مالي ملاتړ او امکانات چې د جام څلي په خاطر زموږ په واک کې ورکول کېږي، له لاسته ورکړو او نورې پيسې به د جام څلي د کار لپاره شتون ونلري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز ټينکار وکړ چې د جام څلي د ټينګښت په کار کې د ځنډ هېڅ دليل نشته. تراوسه د جام څلي په کار کې د ځنډ عمده دليل امنيتي مسايل يادېدل، خو امنيتي مسايل نور زموږ لپاره د توجيه وړ نه دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د خلکو، د خلکو د استاز او د هېواد د جمهوررييس تمه دا ده چې د جام څلي د ټينګښت کار ډېر ژر پيل شي.
وروسته د غور والي د جام څلي د ټينګښت په اړوند د ويډيو کنفرانس له لارې غونډې ته مفصل معلومات ورکړل او ويې ويل: سيمه ييز حکومت، د سيمې اوسېدونکي او د غور د ولايت مقام دغه څلی چې نړيوال ارزښت لري، د ساتنې لپاره یې تل هلې ځلې کړې دي.
هغه څرګنده کړه چې طالبانو څو ځلې د جام څلي د ويجاوړلو په خاطر اقدام کړى دى، خو د خلکو او د سيمه ييزې ادارې په هلوځلو سره نه دي بريالي شوي.
هغه دغه راز زياته کړه: هيله من یوو چې ډېر ژر د جام څلي د ټينګښت کار پيل شي، له دې پرته دغه څلی ويجاړېږي.
په همدې ترتيب د يونسکو لوى رييس د ويډيو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې خبرې وکړې او د جام څلي په کار کې يې د ځنډ دليل امنيتي او د کووېډ-١٩ ناروغۍ د خپرېدو ستونزه وبلله او ويې ويل: ټاکل شوې ده د اپرېل په ٢٧مه يو تخنيکي پلاوى سيمې ته سفر وکړي او هغه خطرونه چې څلي ته متوجه دي، وڅېړي او د تخنيکي پلاوي له څېړنې وروسته به د جام څلي د ټنيګښت کار پيل شي.
د يونسکو لوى رييس د جام څلي د احتمالي خطرونو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې دوى غواړي د سنجش آله ودروي چې د څلي حرکت تشخيص کړي او د هغه له مخې اوږدمهاله پلانونه به جوړ شي.
په دې غونډه کې يو سيمه ييز استازي هم په خپل وار د جام څلي د خطرونو د څرنګوالي، امنيتي ستونزې او د هغه د ساتنې په اړه معلومات ورکړل.
د غونډې په پاى کې، د غونډې د غړیو د نظرغوښتنې او جمع بندۍ له اورېدو وروسته پېشنهاد وشو چې د جام څلي ساحه دې په بشپړ ډول غير پوځي شي او له ملي او نړيوالو بنسټونو په ځانګړي توګه له سره صليب سره دې همغږي وشى.

کابل/ د غویي ۲ مه/ باختر

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۰/۲/۱۰ - ۱۱:۱۰
Background image

درې دېرش تاريخي آثار ملي موزيم ته وسپارل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په شتون، د بهرنيو چارو وزارت استازي له بهر څخه ٣٣ راګرځول شوي تاريخي آثار پرون د ملي موزيم رييس ته وسپارل.

د باختر آژانس خبریال د خبر. . .

جمعه ۱۴۰۰/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

محمد طاهر زهير د تاجکستان له جمهوريت سره د فرهنګي اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير پرون په کابل کې د تاجکستان له سفير ډاکټر شريفي سعدي سره په کتنه کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۴:۳۴
Background image

محمد طاهر زهير: په وروستيو شپږو کلونو کې د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو شتون، بې سارى دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ځوانانو پر ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې په غونډه کې څرګنده کړه: تجربو ښودلې ده چې د نړۍ زيات هېوادونه د خپلو ځوانانو په مټ ودې او پرمختيا. . .

BACK TO NEWS