محمدطاهر زهير د خان عبدالغفارخان د نړيوال سمينار پر پرتمينې جوړېدا ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۳:۵۴
محمدطاهر زهير د خان عبدالغفارخان د نړيوال سمينار پر پرتمينې جوړېدا ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر، نن د خان عبدالغفار خان د نړیوال سمینار د کمېسیون په دويمه غونډه کې په پرتمين ډول د دغه سمینار پر جوړولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې چې د محمد طاهر زهیر په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مقر کې جوړه شوه او په هغې کې د جمهوري رياست د علمي او فرهنګي چارو سلاکارانو، د کابل پوهنتون او د افغانستان علومو اکاډمۍ استازو او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوشمېر سلاکارانو او ريیسانو ګډون کړى و، د پاچاخان د نړیوال سمينار د جوړولو په اړوند او همدارنګه د دغه ستر آزادۍ غوښتونکي شخصیت د فکر په درنښت د فرهنګي پروګرامونو پر ترسره کولو خبرې وشوې.
محمد طاهر زهیر په پرتيمن ډول د دغه سمینار پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د پاچاخان د نړیوال سمینار له جوړولو څخه زموږ اصلي موخه دا ده چې افراطي، بنسټپالو او ډار اچوونکو ډلو ته دا پیغام ورسوو چې پر دې جغرافیې تاوتریخوالی يوه تپل شوې پديده ده، په حقیقت کې په دې سیمه کې د عدم تشدد خوځښت شتون لاره او له تشدد او تاوتریخوالي څخه پرهېز کېده او عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ په محور کې و.
هغه زیاته کړه: موږ باید د پاچاخان د عدم تشدد فکر او اندېشه ټولو ته ورسوو.
د کمېسیون غړیو د علمي مقالو سرلیکونو او دغه راز د پاچاخان د نړیوال سمینار د جوړولو د نېټې او د دې پېښې د اړوندو کلتوري پروګرامونو په اړه خپل نظریات او پېشنهادونه وړاندې کړل او د غونډې په پای کې د کمېسیون غړیو ته ځانګړې دندې وسپارل شوې.
کابل/ د سلواغې ۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS