لوګر کې ۲۷ لرغوني سیمې کشف شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۷
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د لرغونو سیمو مسلکي سروې ترسره کړه، چې په پایله کې یې د پل علم ترڅنګ څرخ، برکي‌برک، خروار، او ازرې ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت کړې.
د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلینو وویل: د لومړنیو څېړنو له مخې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري، یاد مسلکي پلاوي د دغه سفر په لړ کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او قومي مخورو سره د دغو لرغونو سیمو د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د لومړۍ ګڼې (د فرهنګي میراثونو د ساتنې او مدیریت) فرمان په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۸
Background image

د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره غونډه وشوه

یکشنبه د (۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او زیارتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د ازبکستان جمهوریت د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، چې په مزارشریف کې د ازبکستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۴
Background image

وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند په وړیا ښوونیز مرکز کې لسګونو بیوزلو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د علم زده. . .

BACK TO NEWS