لوګر کې ۲۷ لرغوني سیمې کشف شوې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د لرغونو سیمو مسلکي سروې ترسره کړه، چې په پایله کې یې د پل علم ترڅنګ څرخ، برکيبرک، خروار، او ازرې ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت کړې.
د لرغون پېژندنې ریاست مسؤلینو وویل: د لومړنیو څېړنو له مخې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري، یاد مسلکي پلاوي د دغه سفر په لړ کې له سیمهییزو مسؤلینو او قومي مخورو سره د دغو لرغونو سیمو د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د لومړۍ ګڼې (د فرهنګي میراثونو د ساتنې او مدیریت) فرمان په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق
