لوګر کې یو شمېر ځوانانو ته علمي سیمینار وړاندې شو
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو شمېر ځوانانو او زده کوونکو ته (په ژوند کې د بریالیتوب پر وړاندې خنډونه) تر سلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو.
د یاد سیمینار د پیل پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند ښوونیز مرکز مسؤل حسیب الله حبیب د ځوانان د هڅونې او په ژوند کې د بریالي اوسېدولو په برخه کې د داډول برنامو جوړول د ځوانانو د پرمختګ په لار کې اغیزناک یاد کړ.
ورپسې (په ژوند کې د بریالیتوب پروړاندې خنډونه) تر سرلیک لاندې جوړ شوي سیمینار د پرزنټېشن په ډول د ځوانانو چارو آمریت د ځوانانو د همغږۍ مدیر استاد محمد کریم عباسي له لوري ګډونوالو ته وړاندې شو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا ګڼ شمېر ځوانانو او زده کوونکو ته (په ژوند کې د بریالیتوب راز) تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شوي و.
۱۴۴۵/۴/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۱۶ هـ ش
