لوګر کې د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته رورنیز سمینار وړاندې شو
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنیو خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام مبارک دین له نظره د رسنیو پر ارزښت، له مسلکي او اداري اړخه د رسنیو پر پیاوړتیا او اغېزمنتیا او د رسنیزو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې رسنۍ د ټولنې د پوهاوي، اصلاح او د حقایقو د انعکاس مهمه وسیله ده او اسلامي امارت د رسنیو او مطبوعاتو د ودې او پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه او ژمنتیا لري.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو دغه پروګرام د رسنیزو چارو د لا ښه تنظیم، مسلکي ودې او د اطلاعاتو د اغېزمن خپرولو لپاره ګټور وباله او د ورته روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق
