له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه ۹۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر، اداري مدیریت او انګلیسي ژبې له ټولګیو څخه فارغ شول.
په دغې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مفتي سید محمد داود آغا، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعامالله سمنګاني، د کندهار ښار یو شمېر قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعامالله سمنګاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغ شویو زدهکوونکو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ویې وویل: اوس مهال په نړۍ کې علم، مسلکي مهارتونه او ټکنالوژۍ ته لاسرسی د پرمختګ له مهمو اړتیاوو څخه دي، نو ځوانان باید د کمپیوټر، بهرنیو ژبو، اداري مدیریت او نورو مسلکي برخو په زدهکړو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مفتي سید محمد داود آغا وویل: په نړۍ کې تر ټولو اغېزمنه سیالۍ د علم او پوهې زدهکړه ده، افغان ځوانان باید هڅه وکړي چې د علم او مسلکي مهارتونو په برخه کې له نړۍ سره سیالۍ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځوانان راتلونکي رهبران دي، باید په ترلاسه شوي علم باندې عمل وکړي، ځکه د ټولنې د پرمختګ لپاره یوازنۍ لار علم دی.
د غونډې په پای کې فارغ شویو زدهکوونکو ته تصدیقپاڼې ووېشل شوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق
