له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
...

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه ۹۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر، اداري مدیریت او انګلیسي ژبې له ټولګیو څخه فارغ شول.
په دغې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مفتي سید محمد داود آغا، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام‌الله سمنګاني، د کندهار ښار یو شمېر قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام‌الله سمنګاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ فارغ شویو زده‌کوونکو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ویې وویل: اوس مهال په نړۍ کې علم، مسلکي مهارتونه او ټکنالوژۍ ته لاسرسی د پرمختګ له مهمو اړتیاوو څخه دي، نو ځوانان باید د کمپیوټر، بهرنیو ژبو، اداري مدیریت او نورو مسلکي برخو په زده‌کړو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مفتي سید محمد داود آغا وویل: په نړۍ کې تر ټولو اغېزمنه سیالۍ د علم او پوهې زده‌کړه ده، افغان ځوانان باید هڅه وکړي چې د علم او مسلکي مهارتونو په برخه کې له نړۍ سره سیالۍ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځوانان راتلونکي رهبران دي، باید په ترلاسه شوي علم باندې عمل وکړي، ځکه د ټولنې د پرمختګ لپاره یوازنۍ لار علم دی.
د غونډې په پای کې فارغ شویو زده‌کوونکو ته تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۵
Background image

دیدار هیأت دیپلماتیک ازبکستان از ولایت غزنی 

بهادر تاشمانوف معاون سفارت جمهوری ازبکستان، در حالی که شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف، معاون اداره مسلمانان این کشور، وی را همراهی می‌کرد، در جریان سفر خود به ولایت غزنی با ملا ولی‌جان حمزه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۱
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا نشست هماهنگی با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های این ولایت راه‌اندازی کرد.
در این نشست، مشکلات موجود در برابر رسانه‌ها، خواسته‌های خبرنگاران و پیشنهادات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۶
Background image

برگزاری مشاعره «گل‌گندم» در غور

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غور، به‌منظور گرامی‌داشت جایگاه شعر و ادب، تقویت داشته‌های فرهنگی و حمایت از دهقانان، مشاعره‌ای ادبی را با حضور مسوولان محلی، علمای کرام، شاعران، ادیبان،. . .

BACK TO NEWS