لغمان کې د تاریخي آبدو د ساتنې په موخه د ټاکل شوي کمېسیو غونډه تر سره شوه

noori_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۲۲:۲۸
apple

 

په لغمان ولایت کې د سراج قلا او مهترلام بابا تاریخي آبدو څخه د ساتنې او ښې استفادې په موخه ټاکل شوي کمېسیون خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولایت مقام په لارښوونه له تاریخي آبدو او سیمو څخه د ساتنې او استفادې په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په مشرۍ ځانګړی کمېسیون جوړ شوی و، یاد کمېسیون په دې اړه نن خپله لومړۍ ناسته تر سره کړه او پر دې یې بحث وکړ چې څه رکم و کولای شو، چې د سراج قلا او مهترلام بابا زیارت له تاریخي سیمو څخه ښه ساتنه او استفاده وکړو.
د کمېسیون غړو په خپلو خبرو کې وویل: چې له دې سیمو څخه باید داسې ساتنه او استفاده وشي، چې دولت ته یې عواید جمع شي او ځوانانو ته د کار زمینه هم پکې برابره شي، ددوی پر وینا په یادو سیمو کې به د ننداره چیانو او سیلانیانو لپاره لاښه سهولتونه برابر کړي.

۱۴۴۵/۲/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۱ هـ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت فرهنګي آتشې د فلسطين مظلومو مسلمانانو ته د دعا مراسمو کې ګډون وکړ

د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د فلسطین سفارت کې " د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا" په نوم جوړو شوو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS