لغمان کې د ادب، فرهنګ او هنر ماښام په نوم د همغږۍ ناسته وشوه
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ادب، فرهنګ او هنر ماښام په نوم له فرهنګیانو، لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د خلکو د فرهنګ رئیس حافظ سیف الرحمن محمدي، د لغمان مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزی، د یو شمېر ولایتي ادارو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: دغه غونډه د لغمان د فرهنګیانو، لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو د ذوق او د دوی نظریاتو او وړاندیزونو د اورېدلو په موخه جوړه شوې ده، لیکوالان، فرهنګیان او شاعران باید غوره او ګټور پیغامونه او شعرونه ولسونو ته وړاندې کړي.
د خلکو فرهنګ رئیس حافظ سیف الرحمن محمدي وویل: خوښ یم چې په داسې یوه پرتمینه غونډه کې ګډون لرم، افغان غیور ملت د ویاړلي او بډایه فرهنګ درلودونکي دی، یو شمېر هېوادونه غواړي چې زموږ په ملت فرهنګي یرغل وکړي، د دې لپاره باید هوښیار ووسو او د پردیو تر فرهنګي یرغل لاندې رانشو.
ښاغلي محمدي له فرهنګیانو، لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو څخه وغوښتل، چې د افغاني فرهنګ لپاره کار وکړي، عامه افکار د لیکنو او شعرونو له لارې روښانه کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی، چې له فرهنګیانو، لیکوالانو او شاعرانو سره په بېلابیلو برخو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په لړ کې د تيرې شپې د زلزلې قربانیانو ته هم دعا وشوه.
۱۴۴۷/۳/۹ هـ ق
