فراه ولایت کې د(هوسا ملت او مسؤل نظام) تر عنوان لاندي لویه ولسي غونډه ترسره سوه 

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۵:۴۸
....

نن پنج شنبه ۱۴۴۵/۶/۲۸ هـ ق د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په فراه ولایت کې د هوسا ملت او مسؤل نظام تر عنوان لاندي لویه ولسي غونډه ترسره سوه. 

غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم ملا خيرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین او د هرات مرستيال والي مولوي حیات الله (مهاجر فراهي)، د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر، ګڼ شمېر نورو مسؤلینو، علماء کرامو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم ملا خیرخواه صاحب د غونډې ګډونوالو ته په وينا کې وويل: فراه ولایت په تېر شل کلن جهادي دوره کې یو له مهمو ولایتونو یاد کړ، نوموړي مسؤلینو ته په خطاب کې وویل ولس خدمت غواړي په هیڅ نوعه ځان مه ترې درېغ کوئ خپل امکانات ټول ورسره شریک کړئ. 

ښاغلي خیرخواه زیاته کړه نظام چې څه په لاس کې ولري او څه چې یې په توان کې وي د هېواد د هري سیمي ولسونو د اسانتیاوو په برخه کې خپلي هڅې نه سپموي. 

۱۴۴۵/۶/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۱ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS