غزني کې د مشاعرو د قانون د تشریح روزنیز سیمینار تر سره شو

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۷
...

په غزني ولایت کې د  اسلامي امارت د مشرتابه د ۱۷م فرمان د تطبیق او د مشاعرو او ادبي غونډو د تنظیم قانون د تشریح په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې دایرشوی و، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او یو شمېر دیني عالمانو پکې ګډون کړی و.
په دې سيمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان الله مستغفر د یاد فرمان مادې ولوستې او د شاعرانو، مشاعرو او ادبي غونډو د جوړونکو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه یې هر اړخيز معلومات شريک کړل.
همداراز، د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار او یو شمېر دیني عالمانو د اسلام له نظره د شعر، شاعرۍ او د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د شعر د رول په اړه خبرې وکړې، دوی وویل: شعر د اسلامي انقلابونو په بریا کې اغېزناک او ګټور رول لوبولی دی.
ملا حمیدالله نثار د خپلو خبرو پر مهال د یاد قانون توشیح د خرافاتي فرهنګونو د مخنیوي او د خالص اسلامي فرهنګ د ترویج لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې باید دا قانون عملي شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه سیمینار کې شاعرانو او ترانه‌ ویونکو د مشاعرو د قانون د تنظیم له فرمان څخه هرکلی وکړ او هغه شعرونه یې ولوستل، چې د ناسمو رواجونو او دودونو پر ضد یې چمتو کړي وو.

۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS