غزني ولايت کې يوې سترې مشاعرې جوړولو ته تياری روان دی

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۱۵
....

نن پنجشنبه ( ۲۳ د جمادی الاول ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په اداري مجلس کې د ياد رياست رئيس ملا حميد الله نثار د کلتور او هنر آمريت ته دنده وسپارله تر څو په غزني کې يوې سترې مشاعرې ته تیاری ونيسي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست اداري مجلس د ياد رياست د رئيس ملا حميدالله نثار په مشرۍ ترسره شو، چې ددې رياست کارمندانو هم پکې برخه لرله، مجلس د قرانکريم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې ښاغلي نثار په خپلو خبرو کې د کلتور او هنر آمر ښاغلي اغامحمد خوشه زاده ته دنده وسپارله تر څو په نژدې راتلونکي کې د یوې سترې مشاعرې لپاره تیاری ونيسي.
د اداري مجلس په جريان کې د کلتور او هنر آمر، د اطلاعاتو آمر، د ځوانانو چارو آمر او د ګرځندوی مدير د تېرې میاشتې لاسته راوړنې يادې کړې او د خپلو اړوندو شعباتو ستونزې او وړانديزونه يې په ګوته کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS