سرپل کې له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱
نتاعه

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له ښوونيز مرکز څخه ۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ او سندونه يې ترلاسه کړل.
د يادو ځوانانو د فراغت په مراسمو کې د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي سليمان وهاج، د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا عبدالغفار حقنما، د علماوو شورا غړي مولوي محمد ظريف عبقري، علمای کرامو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د ۸۰ تنه ځوانانو د فراغت د مبارکۍ په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د هېواد د بچیانو د ښوونې او روزنې په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو څخه درېغ ونه کړي، ځوانان به په راتلونکي کې د دیني او معاصرو علومو په زده کړې سره اسلامي نظام او هیواد ته خدمت وکړي، نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وويل: تاسو د هېواد او ولس سرمايه ياست، د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړئ، ځکه د دې هېواد راتلونکی په تاسو ځوانانو پورې اړه لري.
د علماوو شورا غړي ښاغلي عبقري وويل: د الله ج لوی نعمت چې په موږ او تاسو يې پېرزو کړی، امنيت دی، د دې نعمت څخه په استفادې د معاصرو او ديني علومو په ترلاسه کولو کې هڅې وکړئ.
همدا راز د فراغت غونډې ګډونوالو د ځوانانو د روزنې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له هڅو مننه وکړه.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري فارغ شوو ځوانانو ته د فراغت اسناد وويشل شول.

۱۴۴۶/۴/۲۰ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هنر

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د هنرستان ریاست اړوند د غلام محمد میمنګي د هنري زده کړو له مرکز څخه ۱۵۵ تنه فارغ شوي دي.
دغه راز په کابل ښار کې ۱۱ او بامیانو کې یو د هنري آثرو نندارتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامه کتابتونونه

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان اړوند د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمېټو کې د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېر لمریز کال په لړ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۳۱
Background image

تخار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تلقان ښار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو، فرهنګیانو، استادانو، زدکړیالانو، ځوانانو او د کتاب مینه‌والو په. . .

BACK TO NEWS