سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۳۶
...

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د دغه ولایت د مرستيال والي ملا محمد نادر حقجو په مشرۍ د دولتي او سیمه ‌ییزو رسنیو له خبریالانو او استازو سره د همږغۍ یوه غونډه ترسره شوه، چې موخه یې په دولتي ادارو او سیمه ‌ییزو رسنیو کې د خپرونو د کیفیت ښه ‌والی وو.
په دې غونډه کې ملا محمد نادر حقجو ټینګار وکړ، چې خپرونو ته باید بشپړه پاملرنه وشي، تر څو خپاره شوي مطالب د اسلامي امارت له پالیسۍ او د هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د خبریالۍ د دقیق او مسلکي راپور ورکولو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د راپورونو چمتو کول باید د اسلامي امارت اصولو ته په پام سره وشي، نوموړي همدا راز له خبریالانو او مطبوعاتي مسوولینو وغوښتل، چې په خبر رسونه کې د امانتدارۍ او بې ‌پلوۍ اصول مراعت کړي.
همدارنګه د دولتي ادارو ویاندویانو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او پر متقابلې همکارۍ یې ټینګار وکړ، ترڅو ناسم او غلط معلومات خپاره نه ‌شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د خلکو لپاره به په شفاف، دقیق او لوړ کیفیت سره د خبر رسونې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

۱۴۴۶/۵/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS