سرپل کې د امام کلان زیارت د بیارغونې له کارونو ليدنه وشوه

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۱
.....

تېره ورځ د تاریخي آبداتو د حفظ او ترمیم ریاست مسلکي ټيم د سرپل د ولايتي انکشافي پروژو د نظارت پلاوي په ملتيا، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالغفار حقنما، د اقتصاد او ښارجوړونې رئيسان شامل دي، د امام کلان زيارت د بيارغونې له کارونو څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يادې پروژې له انجينرانو او کارکوونکو وغوښتل چې کارونه د منظور شوې نقسې سره سم پر مخ يوسي، نوموړي د امام کلان زیارت له مجاورينو د ياد زيارت په سمه ساتنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پروژې انجنيرانو او کارکوونکو په خپلو کارونو کې د شفافيت ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې سرپل ولايت کې د خواجه علي جوزجاني زيارت، د خشت پل مسجد، خشت پل، او د امام جعفر زيارت د بیارغولو ابتدايي کارونه هم سرته رسېدلي دي.
۱۴۴۵/۶/۱۷ ھ ق
۱۴۰۲/۱۰/۹ ھ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS