زابل کې له یو شمېر سیاحتي شرکتونو څخه لیدنه وشوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۳۳
...

د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی د آمر په مشرۍ یوه پلاوي قلات ښار کې د سیاحتي شرکتونو د فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
پلاوي د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه، چي دوی ورسره پوره همکار دي او کولای شي، چي هر وخت اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.
همدا راز یاد پلاوي د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو او استازو څخه هیله وکړه، چې ولسونو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې له پوره اخلاص څخه کار واخلي.
د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې تر څنګ خپل وړاندیزونه او ستونزې د دې ریاست له استازو سره شریکې کړې، چې د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS