رسنۍ کولای شي د خلکو افکارو کې ژور بدلون راولي

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۲۰:۵۸
...

پنجشنبه( ۵ د جمادی الاولی ۱۴۴۶) بلخ ولايت کې د شمال زون له ولایتي ویندویانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه کې د ياد ولايت د علماو شورا رئيس مولوي عبدالجليل شهيدخيل وويل: رسنۍ کولای شي، چې د خلکو په افکارو کې ژور بدلون راولي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست په نوښت په ټولو هېواد کې د زونونو په کچه د دولتي ادارو له ویاندویانو، نشراتي مسؤلینو او رسنيو سره د همږغۍ غونډې پیل شوې دي، چې په دوام يې په شمال زون کې ورته غونډې روانې دي، چې نن په بلخ ولايت کې د شمال زون له ولايتي ویاندویانو او رسنيو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوې وه.

يادې غونډې ته د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت په بریالیتوب سره خبریالان له ګڼو ستونزو خلاص شوي او لا هم هڅه کیږي، تر څو نور سهولتونه هم ورته ايجاد شي.

همدا راز اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال د غونډې ګډونوالو ته وویل: د رسنیو شکایتونو ته رسیدګي کوو، که کومه رسنۍ شکایت ولري هغوی دې اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست سره تماس ونیسي، چې ستونزو ته يې رسيدګي وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سرپرست معین مولوي ضیاء الحق حقمل وویل: زموږ او ستاسو رسنۍ د اسلام، ټولنې او ولس منافعې دي، د غربي رسنیو مسؤلیت خلکو کې شکوک اچول دي، خو زموږ رسنۍ مسؤلیت لري، چې خلک یقین ته دعوت کړي، غربي رسنۍ د خلکو په شخصي حریم کې مداخله کوي او زموږ د رسنيو مسؤلیت جوړېږي، چې د خلکو د عزت ساتنه وکړي، تر څنګ یې د رسنیو مهم مسؤلیت د ځوان نسل جوړول دي، د مسلمان په حیث زموږ دنده جوړیږي، چې د نړۍ د هر مسلمان مظلومیت را برسیره کړو او ږغ یې اوچت کړو، غربي رسنۍ هڅه کوي د افغانستان وضعیت بد وښیي، برعکس افغاني رسنۍ بايد د هغوی په وړاندې حقائق ولس او نړیوالو ته وښیي، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست په هڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه حل شوې ده، د ادارو ویاندویان له رسنیو سره همکاره دي او د ښې همږغۍ لپاره يې نورې هڅې هم کوو. 

۱۴۰۳/۸/۱۷ ھ ل

۲۰۲۴/۱۱/۷ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۲
Background image

کاپیسا کې د خصوصي ښوونځي نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو خصوصي ښوونځي زده کوونکي چې د خطاطۍ او نقاشۍ برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي دي وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په دې اړه جوړه. . .

BACK TO NEWS