د ځوانانو چارو معین د ترکیې بنسټونو له مشرانو سره وکتل
تېره ورځ په کابل کې د بډمنټون ملي ټاکنیزو سیاليو د پای په مراسمو کې چې له ۱۲ ولایتونو څخه پکې ۱۵۰ لوبغاړو ګډن کړی و، د ځوانانو چارو معین قاري محمد يونس راشد، په کابل کې د ترکیې موسسې تيکا له رئيس فاضل اکين اردوغان او په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنياد له رئيس علي کاراګوز سره وکتل.
دوی د افغان ځوانانو د تعليمي، کلتوري او ورزشي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
په یاده لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د ځوانانو معینیت او ياد بنسټونه به د ځوانانو لپاره د راتلونکو پروګرامونو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه يوه ناسته هم کوي.
۱۴۴۴/۱۱/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۱۰ هـ ش
