د ګذر وکیلانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
..

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پلخمري ښاروالۍ په همکارۍ، د دغه ښار شاوخوا ۵۰ تنو د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو او د ښاروالۍ مسوولینو ته په یوه ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح کړ او په دې اړه یې یو شمېر پوسټرونه او بروشورونه هم ووېشل.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: په دې ناسته کې ګډونوالو ته د ناوړه رواجونو، په ځانګړې توګه د فاتحې او خوښیو په مراسمو او همدارنګه له حج څخه د حاجیانو د راستنېدو پر مهال د ترسره کېدونکو ناوړه دودونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
نوموړي زیاته کړه، چې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا لرونکي پوسټرونه او بروشورونه هم د ګذر وکیلانو ته وسپارل شول، ترڅو یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې ولګوي او له دې لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
ورته مهال، د پلخمري ښار د بېلابېلو ناحیو د ګذر وکیلانو د یادې ناستې له جوړېدو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي او په بېلابېلو سیمو کې د پوسټرونو د لګولو په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د اترا ادارې د استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د حصه اول کوهستان ولسوالۍ نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د دولتي ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي چې د صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه ترسره کړي وو، وستایل شول.
دغو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د ګذر وکیلانو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان تشریح شو

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پلخمري ښاروالۍ په همکارۍ، د دغه ښار شاوخوا ۵۰ تنو د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو او د ښاروالۍ مسوولینو ته په یوه ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه. . .

BACK TO NEWS