د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست د فريلانسينګ برنامې لپاره ازموينه واخيسته
نن چهار شنبه(۱۴۴۵/۳/۵ هـ ق) د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د فريلانسينګ برنامې لپاره ازموينه واخيستل شوه.
په دې اړه د یاد ریاست د ځوانانو چارو آمر حمدالله سعيد وایي، په دغه ولایت کې د يادې برنامې لپاره ۱۱۱ کسانو نوم ليکنه کړې وه، د هغوی له ډلې څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۲۵ کسان شارټ ليست کړي وو، نن یې په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ازموينه واخيستل شوه.
د ښاغلي سعيد په خبره، تر ازموینې وروسته به د کندهار څخه شپږ بریالي کسان د فريلانسينګ تخصصي ښوونيزې برنامې درې مياشتنيو زده کړو لپاره مرکز ته واستول شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه برنامه د ځوانانو چارو معينيت له لوري پيل شوې ده، چې د زده کړې پرمهال ټول لګښت، شونتیاوې او د اوسېدو ځای د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورته برابروي.
