د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست ته نوی رئيس ور معرفي شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۹:۲۷
.....


د عالیقدر اميرالمومنين شيخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان له مخي مولوي انعام الله سمنګانی د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د نوي رئيس په توګه ټاکل شوی ؤ، نن د یاد ریاست کارمندانو ته ور معرفي شو.
د معرفت په مراسمو کې د ا.ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد هم ګډون کړی وو، ښاغلي مجاهد د مخکني رئيس مولوي نور احمد سعيد څخه مننه وکړه، چې څه کم دوه کاله یې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست رهبري په ښه ډول وکړه، مامورين ورڅخه خوشاله وه او چاري یې په ښه ډول او کاميابۍ سره ترسره کولې.
ښاغلي مجاهد يادونه وکړه، چې تغير او تبديل د دولت يو اصل دئ، د وړ او تکړه کسانو څخه به په هغو ځايونو کې استفاده کيږي، چي ډېره اړتيا یې وي.
نوموړي نوي رئيس مولوي انعام الله سمنګاني ته هم د نوي دندي د ښه ترسره کېدو هيله وکړه، ډاډ یې ورکړ، چي ټول مامورين به په ښه ډول همکاري ورسره کوي.
د معرفت په مراسمو کې مخکني رئيس مولوي نور احمد سعيد هم وينا وکړه، له خپلو ټولو مامورينو یې مننه وکړه، چي د چارو په ښه ترسره کېدو کې یې همکاري ورسره کول، غوښتنه یې وکړه، چې د نوي رئيس سره د مخکي په پرتله زياته همکاري وشي.
نوي رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د خبرو پر مهال وويل، چې مولوي نور احمد سعید زموږ د مشرانو ملګرو څخه و، د مطبوعاتو، فرهنګ او لیکوالۍ په برخه کې یې د اشغال پر مهال او اوس ډیر کار کړی دی.
ښاغلي سمنګاني زیاته کړه چي په کندهار کې د دندي ترسره کېدو فرصت د ځان لپاره وياړ بولي او ډاډ یې وړاندي کړ، چې د ښاغلي سعيد په څېر به د کندهار د ولس لپاره په خپله برخه کې کار کوي.
۱۴۴۴/۹/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۲ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړو مسؤلينو د استاد حبیب الله رفيع عیادت او د خدمتونو ستاینه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين ښاغلي مولوي عتیق الله عزيزي، د وزارت مقام حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړيوال، د ټوليزو رسنيو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

لوګر کې د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته رورنیز سمینار وړاندې شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنیو  خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام مبارک دین. . .

BACK TO NEWS