د کندز ښوونيز مرکز کې له ۲۰۰ تنو ډېر ځوانان په وړيا زده کړو بوخت دي
د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت اړوند وړيا ښوونيز مرکز کې له ۲۰۰ تنو ډېر ځوانان په وړيا زده کړو کولو بوخت دي.
د ځوانانو د تقويې او زده کړو مدير حميد الله عزيزي وويل: دا مهال د وړيا زده کړو ښوونيز مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د انګليسي او کمپيوټر برخو کې زده کړې ورکول کيږي، تر څنګ يې سلګونه نور ځوانان په وړيا ډول او په تخفيف نورو تعليمي مراکزو ته ددې مديريت له لوري معرفي شوي دي.
۱۴۴۵/۷/۷ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۸ هـ ش
