د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه
دوشنبه ( ۲۴مه د صفرالمظفر ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون د تېرې غونډې راپور وړاندې شو او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
دې غونډه کې د لیکوالانو د ځانګړتیاوو د ثبت فورم او د ۱۲ ټوکو بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې هغه ۱۲ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.
۱۴۰۴/۵/۲۷ هـ ل
