د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۰:۵
....

نن دوشنبه ۱۴۴۴/۷/۲۹ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معينيت کې د نشراتو معین مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي ریاست رئيس ځانواک مفتي زاده، د رسنيو پر نشراتو د څار رئيس عبدالحق حماد او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ. 
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کارونه مثبت ارزیابي کړل او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل. 
همدا راز په یاده غونډه کې د څو ټوکو بېلابېلو کتابونو ارزونه ترسره شوه، کوم چې د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو سره سم وو، د نشر اجازه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS