د کانونو او پترولیم وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین او مل پلاوي میس عینک کان وکوت

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۲ - ۱۰:۵
د کانونو او پترولیم وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین او مل پلاوي میس عینک کان وکوت

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیر ملا محمد عیسی اخند، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو سر پرست معین مولوي سعدالدین سعید، مل پلاوي د میس عینک کان (M C C) کمپنۍ د کابل مسوول صفت الله رحیمي میس عینک کان وکوت او د پروژې د چارو پر پيل کېدو یې ټینګار وکړ.
ملا محمد عیسی اخند له رحمیي څخه و غوښتل چې یاده کمپنۍ باید په لنډ وخت کې خپل کار بیرته پیل کړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي. هغه د کمپنۍ مسوول ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
رحمیي د کانونو او بطرولیم سر پرست وزیر او د اطلاعاتو او کلتور د معین په راتګ او په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت پر ښه امنیت خوښي وښو ده.
رحیمي د کار د پیل په برخه کې ژمنه وکړه چې کوښښ به وکړي چې په لنډو ورځو کې یې مسوولین کابل ته راشي او له اسلامي امارت سره په هماهنګۍ خپل کار پیل کړي.
دغه راز دوی تاریخي اثار، لرغونې سیمې او هلته جوړ شوی موزیم هم وکوت او تصمیم ونیول شو چې د ځانګړي میکانیزم له لارې یې ساتنه او انتقال وشي چې د معادن استخراج ته لاره اواره او کارونه په ښه ترتیب مخته لاړ شي.

کابل/ د لړم ۲۲ مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS