د ښوونیز مرکز د ژمني پروګرام ۴۲ تنه مخکښ زده‌کوونکي وستایل شول

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۳:۴۵
....

چهارشنبه (۱۳ د رجب‌المرجب ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ياد رياست اړوند د ښوونيز مرکز د ژمني پروګرام ۴۲ تنه مخکښ زده‌کوونکي وستايل شول.
هغه مراسم، چې په همدې موخه نیول شوي وو، پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع‌الله صمیم سربېره، د اطلاعاتو آمر حمیدالله صدیقي، د ځوانانو چارو آمر محمد جواد، د ښوونیز مرکز استادانو او ګڼ شمېر زده.کوونکو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع‌الله صمیم وویل: که غواړئ، چې راتلونکی مو روښانه وي، له ښوونیزو پرګرامونو څخه پوره ګټه واخلئ، پرځان باور ولرئ، ځکه همدا تاسې د سبا ورځې عالمان یاست او د هېواد راتلونکی ستاسو په لاس کې دی.
ښاغلي صمیم د ښوونیز مرکز د استادانو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه؛ چې سر له سبا (د سلواغې له پنځمې) به د لوګر د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې د سیرت‌النبي(ص) د یوې بلې سترې سیالۍ د آزموینې لپاره نوم لیکنه پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز د انګلسي ژبې، کمپیوټر او خطاطۍ برخو کې څه باندې ۵۰۰ تنه زده‌کوونکو ته د درسونو لړۍ په ښه توګه روانه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS