د ځوانانو چارو معینیت پلاوي جوزجان ولایت ته سفر وکړ

rahim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۲:۳
Jozjan province

 

 

 شنبه ( ۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت پلاوي د ځوانانو د سوداګريزو استعدادونو د پراختیا له مرکزونو د څارنې په موخه جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي سیف الدین معتصم سره یې وکتل.

 

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي سيف الدين معتصم په ياده کتنه کې وويل: د آنلاين سوداګرۍ د زده کړې په برخه کې د دغه ولايت يو شمېر ځوانانو د زده کړو له بهير څخه پاته شوې دي، باید په دې برخه کې د ځوانانو د زده کړې بهیر ګړندی شي،ھمداراز نوموړي دځينو شته ستونزو يادونه وکړه.

 

هجرت الله سادات د پلاوي په استازيتوب د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس سره په کتنه کې د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: د يادې پروژې ټولې اړتياوې او ستونزې مو واورېدې او له معینیت سره مو پرې خبرې وکړې، د ځوانانو چارو معینیت د دارنګه پروژو د ښه پلي کولو لپاره ډیر پلانونه په نظر کې لري 

 

د ښاغلي سادات په وینا؛ د ځوانانو چارو معینیت هڅه کوي، چې د ځوانانو د پوهې د لوړولو لپاره بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي.

 

۱۴۰۳/۳/۱۲ هـ ل

۲۰۲۴/۶/۱ میلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS