د پنجشېر د عامه کتابتون فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايل شوې

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۴
....

تېره ورځ د عامه کتابتون رياست له لوري په ياد رياست کې د پنجشېر ولايت د عامه کتابتون د مسؤل ګل حیدر اکبري فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايل شوې.
د عامه کتابتون رئيس قاري عبیدالله حنیف وويل: د اسلامي امارت له حاکميت څخه وروسته ددوی څېړنو ثابته کړې، چې د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون فعاليتونه او د خدماتو وړاندې کول په عالي ډول ترسره شوي دي او یاد ولايت کې يې د کتابونو نندارتونونه جوړول د ستاينې وړ کار وباله.
ښاغلي حنیف د پنجشېر د عامه کتابتون د مسؤل ګل حیدر اکبري د فعاليتونو او لاسته راوړنو د ستاينې لپاره نوموړي ته ۱۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه هم د ډالۍ په ډول ورکړل.

۱۴۴۵/۷/۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۵ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS