د يونسکو پلاوي د عامه کتابتونونو له رياست څخه ليدنه وکړه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۰:۲۲
ssddv

د يونسکو مؤسسې د بېلابېلو څانګو پلاوي د عامه کتابتونونو له رياست څخه ليدنه  وکړه.
د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د تېرو ليدنو د مطرح شويو موضوعاتو ترڅنګ يې د عامه کتابتونونو د تعمير او تجهيز  په اړه يې هم د يادې مؤسسې له پلاوي سره خبرې وکړې.
د يونسکو مؤسسې د پلاوي په استازيتوب د دغې ادارې د ښوونې او روزنې څانګې کارکوونکي فريد ميرزاد د يونسکو د بېلابېلو څانګو او فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، همدا راز د يونسکو د بېلابېلو څانګو استازو د عامه کتابتونونو له رياست سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر څنګ يې راغلي پلاوي د مرکزي عامه کتابتون له بېلابېلو تالارونو څخه هم ليدنه وکړه.

۱۴۴۶/۷/۲۰ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS