د واټونو د نومولو کمېسيون پر څو واټونو نومونه کېښودل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۶:۵۷
 د واټونو د نومولو کمېسيون پر څو واټونو نومونه کېښودل

د واټونو د نومولو کمېسيون په افغانستان کې د ملي او متنفذو شخصيتونو په نومونو د يوشمېر واټونو پر نومولو موافقه وکړه.

دغه کمېسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ غونډه وکړه او د بدخشان په بندر کې  يې د شاعر، ساينس پوه او د سلطان حسين بايقرا د وزير اميرعلي شيرنوايي  په نوم د يو واټ پر نومولو موافقه وکړه.

ياد کمېسيون دغه راز د کابل په لويديځ کې د پوهنې شهيدانو په نامه د يو٤٠ متره واټ  پر نومولو موافقه وکړه.

د پوهنې شهيدان هغو زده کوونکو ته اشارده چې د کابل په دشت برچي سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي او په  نورو روزنيزو کورسونو کې په تروريستي پېښو کې شهيدان شوي دي.

دغه راز په  دې غونډه کې د پښتنو د حقوقو مبارز او مدني فعال شهيد عثمان کاکړ په نامه په کابل کې د يو واټ پر نومولو موافقه  وشوه.

محمدطاهر زهير د  ډيورند کرښي اخوا د پښتنو د حقوقو د تامينولو او هم په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژنې پر وړاندې د هغه د پاڅون لپاره د دغه مدنې فعال عدالت غوښتنې  ته په  اشارې سره وويل: هغه د دې وړ دى چې په  کابل کې  يو واټ د ده په نامه شي.

عثمان کاکړ د پښتنو د حقوقو فعال و چې په  خپل کور کې یې په  مرموزه پېښه کې  خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز په  بدخشان کې د نامتو شاعر او ساینس پوه امیرعلي شیرنوايي په نامه د واټ  نومول په  افغانستان کې د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره یو ښه ګام وباله.

هغه د پوهنې شهيدانو په نامه د کابل په لويديځ  کې د يو٤٠ متره واټ د نومولو  په خاطر د کمېسيون پريکړه وستايله.

په دې غونډه کې په هېواد کې د شخصيتونو په نومونو د ځينو واټونو نومولو لپاره يو لړ غوښتنې وڅېړل شوې.

دغونډې غړو دغه راز د واتونو د نومولو کمېسيون نوی طرزالعمل تایید کړ.

کابل/ د چنګاښ ٨ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS