د هنر او کلتور معین د چین له مرستیال سفیر سره لیدنه وکړه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۹:۲۸
..

چهارشنبه مورخ (د اول ربیع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفارت له شارژدافیر (مرستیال سفیر باوو ژو هوی ) سره د دواړو هېوادنو تر منځ د فرهنګي اړیکو په تړاو ناسته وکړه. 

ښاغلي هوی وویل: چین او افغانستان ګډ کلتوري مشترکات لري، د تاریخ په اوږدو کې يې ښه روابط پاللي او خوشحاله یو چې افغانان وروسته له ډیره وخته اوس په سوله او امنیت کې ژوند کوي.

ښاغلي هوی زياته کړه؛ چین غواړي د دغو دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په پار خپل فرهنګي روابط  لا زیات او پراخ کړي، په همدې خاطر په راتلونکې اونۍ کې د چین هېواد د لرغون پوهنې ادارې یو ګډ مسلکي هئیت افغانستان ته راځي، تر څو دلته د افغانستان د تاریخي آبدو، ملي موزیم او مس عینک کې د تاریخي اثارو په استحکام او ساتنه کې له افغان لرغون پوهانو سره ګډ کار وکړي او په خاص ډول د مس عینک پروژې ته چټکتیا ورکړي.

د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د چین هېواد د سفارت له مرستیال سفیر څخه مننه وکړه  او زیاته یې کړه، افغانستان د تاریخي آبدو او اثارو له پلوه یوه غني هېواد دی،  په دې برخه کې د چین همکاري او مرسته اړینه ده، تمه لرو چې د افغانستان ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي آبدات د چین هیواد په مرسته ورغول شي، ځکه چین په دې برخه له مسلکي او فني اړخه لوړ ظرفیتونه او وړتیاوې لري.

 ښاغلي عزیزي افغانستان ته د چینایي لرغون پوهانو راتګ مهم ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې دوی ته به لازمې اسانتیاوې برابروي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهانو او متخصصینو د ګډ کاري پلاوي په ملتیا به دافغانستان په ګڼو تاریخي برخو د تحقیق او ارزونې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

۱۴۰۳/۶/۱۴ ھ ل
۲۰۲۴/۹/۴ ميلادي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS