د هلمند عامه کتابتون ته یو شمېر کتابونه ډالۍ شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۱۰
......

تېره ورځ د هلمند عامه کتابتون ته د هېواد تکړه لیکوال او پیاوړي عالم الحاج مولوي عبدالغفار جُبیر له لوري خپل څو جلده بېلابېل چاپ شوي کتابونه ډالۍ شول.
ښاغلي جُبیر پر نورو هېوادوالو هم ږغ وکړ، هغه کتابونه چې نه یې مطالعه کوئ، د هلمند عامه کتابتون ته یې وسپارئ، تر څو نور هېواد وال ورڅخه ګټه واخلي.
نوموړي عالم د هلمند عامه کتابتون ته ( موسیقي په اسلام او ساینس کې»، «حجاب په اسلام او ساینس کې»، «نړیوال سوالونه او ځوابونه»، «بایبل چیست؟») او داسې نور کتابونه ډالۍ کړل.
د هلمند د عامه کتابتون مسئول محسن عمري له ښاغلي مولوي جُبیر څخه مننه وکړه، چې د هلمند عامه کتابتون ته يې ګټور کتابونه ډالۍ کړل.


١٤٤٥/٢/١١ ھ ق
١٤٠٢/٦/٦ ھ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS