د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د فرهنګي میراثونو د ساتنې ټولنې غړو ترمنځ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۸
...

د فرهنګي میراثونو د ساتنې ټولنې مدیره پلاوي د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رئیس الحاج مولوي عتیق‌الله عزیزي سره لیدنه وکړه او د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې، بیارغونې او پېژندنې په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د تاریخي ودانیو د وضعیت، د فرهنګي اثارو او تاریخي شتمنیو د ساتنې، د فرهنګي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او د تاریخي میراثونو د ساتنې په برخه کې د مسلکي ټولنو د ظرفیتونو د کارونې په اړه بحث وشو.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس هرات د علم، فرهنګ، تاریخ او ادب ښار وباله او ویې ویل: دغه ولایت له پخوا راهیسې په علمي، فرهنګي او تاریخي برخو کې ځانګړی ځای لري او په هرات کې د اسلامي امارت مسئولین د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي، د هرات تاریخي میراثونه یوازې د یوې دورې او نسل پورې اړه نه لري، بلکې د دې خاورې د تاریخي او فرهنګي هویت برخه ده او ساتنه یې د مسئولینو، فرهنګي بنسټونو، متخصصانو او خلکو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
نومړي له فرهنګي ټولنو سره د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: د اړوندو بنسټونو مسلکي نظریات او وړاندیزونه د تاریخي ودانیو او اثارو په لا ښه ساتنه کې اغېزمن تمامېدای شي.
بل خوا، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیا رغونې ټولنې مدیره پلاوي د دې لیدنې موخه د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره د همکاریو پیاوړتیا او د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د لا ډېرې همغږۍ رامنځته کول وبلل.
دوی وویل، هرات د سلګونو تاریخي ودانیو، فرهنګي اثارو او لرغونو سیمو په لرلو سره د دغو شتمنیو د ساتنې، بیارغونې او معرفي لپاره منظم او مسلکي پروګرامونو ته اړتیا لري او دا ټولنه چمتو ده، چې په مسلکي، عامه پوهاوي او نورو برخو کې له مسئولو بنسټونو سره همکاري وکړي.
د ناستې په پای کې د همکاریو پر دوام، د مسلکي ناستو پر جوړولو او د هرات د ارزښتمنو تاریخي میراثونو د ساتنې په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیا رغونې ټولنې او نورو اړوندو بنسټونو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
١٤٤٨/٤/٢ ه ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS