د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له یوشمېر ځوانانو سره وکتل

rahmatullah
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۲۰:۵۴
لرلطا

 

نن یکشنبه ۱۴۴۴/۷/۱۴ هـ ق د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام" به خپل کاري دفتر کط د زرنج ښار له یوشمېر ځوانانو سره وکتل، چې پر مهال یې د یاد رياست د ځوانانو مدير مولوي نعمت‌الله "محمدي" هم حضور درلود.
غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو  پیل شوه.
 ورپسې د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام" د ټولنې په اصلاح او ښه‌والي کې د ځوانانو رول مهم وباله او ويې‌ويل، چې پياوړي ځواک‌لرونکي ځوانان و ټولنې ته د اصلاحي پيغامونو په رسولو کې اغېزمن رول لوبولی سي. 

ښاغلي الهام د دغه رياست د فعاليتونو په اړه ځوانانو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رهبري د ځوانانو د ظرفيت لوړولو په موخه په بېلابېلو برخو کې ښوونيز کورسونه جوړ کړي او همداراز په نیمروز او د هېواد په مرکز  کې د خصوصي پوهنتونونو سره د ځوانانو لپاره د خاصو تخفیفونو په موخه، تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي ترڅو ځوانان ترې برخمن شي.
ښاغلي رئیس زیاته کړه، چې له يادې غونډې څخه یې موخه همغږی، د ستونزو اورېدل او د ځوانانو د نظریاتو او وړانديزونو اورېدل دي.

په دې غونډه کې يو شمېر ځوانانو په دې برخه کې خپلې ستونزې، وړانديزونه او د حل‌لارې چارې شريکې کړې او د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مشرتابه‌ څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
همداراز د يادې  ادارې د ځوانانو مدیر، مولوي نعمت‌الله "محمدي" هم له ځوانانو څخه په علمي، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې د لا زياتې همکارۍ او فعاليتونو غوښتنه وکړل.
په ناسته کې د غونډې د دوام او لازیاتې همغږۍ په موخه اړوند تصامیم ونیول سول.
غونډه په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۱
Background image

د کلتوري وضعیت د ښه والي او د تاریخي آبداتو د ساتنې په اړه د بنو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناسته وشوه

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي بنو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي قومي مشرانو سره ناسته وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې سیاحتي سیمو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د فکري جګړې په نوم یو ورځنی سمینار جوړ شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د هلمند ښوونیز مرکز زده کوونکو او ځوانانو ته د فکري جګړې په نوم یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
د سمینار ګډونوالو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

جوزجان کې د اړينو طبي مهارتونو د زده کړې مرکز جوړ شو

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: دا مرکز د ځوانانو چارو آمریت له لوري د طبی ابتدايي مهارتونو د زده کړې لپاره جوړ شوی، په ځانګړې توګه د هغو ځوانانو لپاره چې په لرې. . .

BACK TO NEWS