د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس د يو شمېر سټوډيوګانو له مسؤلينو سره وکتل
نن سه شنبه (۱۰، ذوالقعدې، ۱۴۴۴) د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نورمحمد حنيف د ترانو د ثبت د سټوډيوګانو مسئولينو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي حنيف د سټوډيوګانو مسؤلينو ته وويل، معياري ترانې جوړې او ثبت کړئ، د هغه اشعارو له ثبت څخه ډډه وکړئ چې د اسلامي شريعت او افغاني کلتور له ارزښتونو سره په ټکر کې وي، هغه سټوډيوګانې چې د جواز وخت يې ختم دی، بايد د جواز وخت تمديد کړي.
د سټوډيوګانو مسؤلينو ډاډ ورکړ چې دوی به خپل ټول فعاليتونه د ورکړل شوې لايحې سم برابر کړي.
