د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۱۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د تنظیم او اصلاح اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وکړې.
په غونډه کې د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغې غوښتنې په اساس چې پکې غوښتل شوي وو؛ ((هغه جوازلیکونه چې د کمېسیون د طرزالعمل له مادو سره په ټکر کې دي، له فیس پرته نوي شي)) پرېکړه وشوه، چې د کمېسیون د غړو یو پلاوی به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فکري ملکیتونو ریاست له جوازلیکونو مسؤلینو سره وویني او په دې اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې هغه بهرني اصطلاحات او کلمې، چې د ولایتي اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري راټولې شوې دي، د رسمي مکتوب له لارې د افغانستان علومو اکاډمۍ ته واستول شي، ترڅو ورته مناسبې پښتو معادلې کلمې وټاکل شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د کابل ښاروالۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د رسمي مکتوبونو له لارې د خپلو استازو د معرفي کولو غوښتنه واستول شي او د کمېسیون راتلونکی ساحوي پروګرام د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه (دشت برچي) په سیمه کې ترسره شي.

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

بادغیس کې له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس آخندزاده مطیع‌الله متقي په شتون کې له قلموالو مبارزینو، لیکوالانو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په ټولنه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د (شیطان جزیره) په نوم د کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتون په تالار کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د حریت خپرندویې ټولنې د تألیف شوي  (شیطان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۴
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یوناما دفتر له رئیس سره وکتل

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لوېدیځ زون د سیمه‌ییز دفتر له رئیس پاول ارشف سره په یوه ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS