د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل د ۲۰مې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار اسیاب) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي او د یاد کمېسیون غړي سیدمحمود واکمن له رسنیو سره د کمېسیون د فعالیتونو او فرهنګي چارو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه
 ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې بهرني اصطلاحات او کلمې پکې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو یې په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو په اړه چې زړې او خرابې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې او یا یې بې‌مفهومه محتوا لرله، د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په کلي توګه ۱۲۰لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.

۱۴۴۸/۲/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۵۲
Background image

ننګرهار کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د دې ولايت د رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۴۶
Background image

هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه، چې دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی، یو شمېر مجاهدینو، علماوو، فرهنګیانو او د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۳۹
Background image

د آزادۍ ورځو( د زمري ۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت ولسي مشاعرې ترسره شوه

سه‌شنبه (۱۴۴۸ د ربیع‌الاول ۴مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ترنم او ترانو ریاست له لوري د هېواد د آزادۍ ورځو (د زمري۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت په غازي. . .

BACK TO NEWS