د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل د پنځمې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۴
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د پنځمې ناحیې (سپین کلي) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي او د یاد کمېسیون غړي سیدمحمود واکمن له اصنافو، کسب کارانو او هټۍ لروونکو سره د کمېسیون د فعالیتونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې بهرني اصطلاحات او کلمې پکې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو یې په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو په اړه چې زړې او خرابې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې او یا یې بې‌مفهومه محتوا لرله، د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په کلي توګه ۱۱۰لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.

۱۴۴۸/۳/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS