د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست له  لوري اونیزه مشاعره جوړه شوه

panah_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۲ - ۷:۵۹
...

دغه مشاعره د لغمان عامه کتابتون کې جوړه شوې وه، چې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي عبدالنور رسولي ترڅنګ یو شمېر شاعرانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارکوونکو پکښې ګډون کړی وو.

پیل کې د امربالمعروف رياست محتسب مولوي شبیر احمد عثماني د اسلام له نظره د شعر لیکلو او ویلو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ويې ويل: د پیغمبر "ص" په زمانه کې هم ګڼ شمېر اصحابو کرامو شاعري کړې ده او د دوی د شعرونو ستاینه هم شوې ده، په اوس وخت کې هم شاعران باید داسې شعرونه ولیکي، چې ښه پیغام ولري او خلک ترې پند واخلي.

داطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري پروګرامونو ترڅنګ مشاعرې ترسره کوي، چې ګڼ شمېر شاعران پکښې ګډون کوي.

 نوموړي زیاته کړه؛ شعرونه د اذهانو په رغونه او پوهنه کې مهم رول لري، په کار ده چې شاعران داسې شعرونه ووایي، چې ټولنې او خلکو ته پکښې رغنیز پیغامونه موجود وي.

مشاعره د لغمان تکړه شاعر الحاج شهزاده شیرین زوی په شعر سره پیل شوه، چې وروسته نورو شاعرانو په خپل وار سره بېلابېل شعرونه ګډونوالو ته واورول.

۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق

۱۴۰۳/۹/۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS