د (لرغوني بامیان) فرهنګي جشن جوړ شو
دوشنبه ( ۲ محرم ۱۴۴۵ ) بامیانو ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د (لرغوني باميان) تر نامه لاندې فرهنګي جشن د بامیانو والي، د دولتي ادارو مسؤلينو، شاعرانو، لیکوالانو، هنرمندانو، فرهنګپالو او ګن شمېر د هنر مينهوالو په شتون کې جوړ شو.
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفيالله رائد وويل: د دې جشن له ترسره کولو څخه يې موخه د بامیانو د تاریخي آبدو او جاذبو معرفي کول، د بامیانو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو هڅول او له بامیانو څخه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د نویو معلوماتو منعکس کول دي.
ښاغلي رائد د بامیانو د لرغونو او تفریحي سیمو په اړه د یوې مجلې په بڼه د مقالو د خپرولو او نړیوالو ژبو په ځانګړې توګه انګلیسي ته د ژباړې یادونه وکړه.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي له شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو وغوښتل، ترڅو په خپلو مقالو او آثارو کې د افغانانو زړورتیا، عزت، قربانۍ او افتخارات هغو دښمنانو او پرديو ته وښيي، چې تل د افغانستان لپاره د نفاق، ورانۍ، تفرقې او تباهۍ هڅه کوي او هغوې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
د باميانو والي زياته کړه، د باميانو محلي اداره د ليکوالانو، شاعرانو او نقاشانو ملاتړې ده او د هر ډول کلتوري برنامو چې د اسلامي شريعت مطابق وي د ترسره کولو بشپړه همکاره ده.
فرهنګي جشن د هغو لیکوالانو، شاعرانو او هنرمندانو لپاره چې د بامیانو د لرغونو او تاریخي سیمو په اړه یې معلومات چمتو کړي او مقالې لیکلي دي، د ستاینې سندونو او نغدو جایزو په ورکولو سره پای ته ورسېد.
۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۹ ميلادي
