د لرغونو او فرهنګي سیمو د خوندیتوب په موخه د جلګې له نوې جوړيدونکي ښار لیدنه ترسره شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۲:۹
ooo

شنبه ( ۲۹ د ذوالحجې ۱۴۴۵ ) د لرغونو او فرهنګي سیمو د لا ښه خوندیتوب په موخه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د يو شمېر مسؤلينو په ملتیا د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ له نوې جوړيدونکي ښار څخه لیدنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې سپارښتنې وکړې، ترڅو د فرهنګي اثارو په ساتنه کې  هلې ځلې وکړي.
د نوموړي په وينا؛ دغه ښار تر یوه بریده په یوه غرنۍ سیمه کې جوړیږي او فرهنګي سیمې ته په نژدې واټن کې پروت دی نو پکار ده، چې ټول مسؤلین د کلتوري او تاریخي اثارو د ساتنې  په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.
هاشمي زیاته کړه چې د جلګې ولسوالۍ د ښار جوړولو پر مهال یو منګی هم موندل شوی، چې د سیمه ئیزو مسؤلینو له لوري اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوی دی.
د بغلان اوسیدونکي وايي، چې ولسونه  باید د خپل ملي هویت په ساتنه کې ځانونه مسؤل وګڼي څو  ملي شتمنۍ ترډیره بریده پاتې وي او ولس اړ و ګڼو، چې په هغو سیمو کې چې لرغوني او تاریخي ځایونه شتون لري د ساتنې لپاره یې هڅې وکړو.

۱۴۰۳/۴/۱۶ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۶ ميلادي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS