د فرهنګ او هنر معین د آغاخان فرهنګي خدمتونو موسسې له رئیس سره وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د آغاخان فرهنګي خدمتونو موسسې له رئیس انجنیر اجمل میوندی سره وکتل او په دې کتنه کې ښاغلي میوندي د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي آبداتو د بیارغونې او د حرفوي زده کړو په برخو کې د یادې موسسې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
انجنیر اجمل میوندي د آغا خان فرهنګي خدمتونو موسسې د فعالیتونو، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دغې موسسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۶۰ څخه د زیاتو تاریخي آبداتو د ساتنې، ترمیم او بیارغونې پروژې پلې کړې دي، چې د کابل د بابر باغ، د تیمورشاه مقبره او باغ، د عاشقانو او عارفانو زیارت او جومات او ماشین خانې؛ د هرات د اختیارالدین کلا، د خواجه عبدالله انصاري (رح) زیارت؛ او د بلخ د نه ګنبد جومات او خواجه پارسا جومات د دغو پروژو له مهمو بېلګو څخه دي.
ورته مهال د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د آغاخان فرهنګي خدمتونو موسسې فعالیتونه د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې مهم وبلل او ویې ویل: د افغانستان تاریخي آبدات او فرهنګي میراثونه د هېواد د هویت، تاریخ او تمدن مهمه برخه جوړوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تاریخي آبداتو ساتنه یوازې د ودانیو د ترمیم او بیارغونې په معنا نه ده، بلکې د هېواد د تاریخي هویت، فرهنګي ارزښتونو او راتلونکو نسلونو د معنوي پانګې ساتنه هم ده.
دغه راز ښاغلي طیبي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تاریخي آبداتو د ثبت، ترمیم، بیا رغونې لپاره د ټولو اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو همکارۍ ته ارزښت ورکوي.
ښاغلي معین صاحب د آغاخان فرهنګي خدمتونو موسسې له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي آبداتو د ساتنې او بیارغونې ترسره شوې پروژې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې چارې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اړوندو ریاستونو سره په نږدې همغږۍ او د مسلکي معیارونو له مخې ترسره شي.
د فرهنګ او هنر معین د کابل بالا حصار، د هرات تاریخي آبداتو، د لوګر عینکو، غزني او نورو سیمو د تاریخي آثارو د ساتنې پروژې مهمې وبللې او ویې ویل: د دې ډول پروژو دوام کولای شي د هېواد د فرهنګي میراثونو د خوندي پاتې کېدو ترڅنګ د ګرځندوی د صنعت د ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.
د فرهنګ او هنر معین د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د دوام او پراختیا په ټینګار سره وویل: د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه یوه ګډه ملي دنده ده او وزارت چمتو دی، چې په دې برخه کې له ټولو همکارو بنسټونو سره لازمې اسانتیاوې او همغږي رامنځته کړي.
په پای کې دواړو لورو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، تاریخي آبداتو د ترمیم او بیارغونې، حرفوي زده کړو، د فرهنګي سیاحت د ودې او نورو ګډو برخو کې د همکارۍ پر دوام او لا پراختیا ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق
