د فارياب په قیصار او چلګزي کې د امارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان شوې

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۳:۱۲
LKJ

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په قیصار او چلګزي ولسواليو کې د پوهنې رياست سره په همغږۍ د امارت پېژندنې علمي سيالي ترسره شوې وه، چې پايلې يې د يوې غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې رياستونو د مسؤلينو، علماوو، د ښوونځيو د استادانو او د سيالۍ د ګډونوالو په ګډون اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي شمس الدين محمدي وويل: دا سيالي د ۱۷۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، چې ځوانانو ته د امارت پېژندنې په اړه د مطالعې او د پوهې د سطحې د لوړولو په موخه مو ترسره کړه.
د سيالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: د دې ډول سياليو ترسره کول په ټولنه کې د مطالعې کلتور د عامولو لپاره مهم دي.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري لومړي مقام ګټونکي ته يو پايه کمپيوټر، دوهم مقام ګټونکي ته يو سيټ موبایل او تر لسم مقام ګټونکو ته نغدي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۱۳ هـ ل
۱۴۰۳/۶/۲۶ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

BACK TO NEWS