د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس له سنائي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه
نن چهارشنبه (۱۴۴۵/۱/۹ هـ ق) د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار په داسې حال کې چې د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالله منصور او د ځوانانو چارو آمر زاهد افغان یې ملتیا کوله په دغه ولایت کې له سنائي عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پرمهال ښاغلي نثار د دغه لېسې د ښوونکو هلې ځلې وستایلې او له ښوونکو یې وغوښتل چې د خپل هېواد بچیان دې په اسلامي عقایدو، هېوادني افکارو، افغاني دود او کلتور وروزي.
نوموړي د نن ورځې زده کوونکي د هېواد راتلوونکي مشران او رهبران یاد کړ او له هغوي یې وغوښتل چې په خپلو درسونو کې زیار وباسي او سر له نن دې د هېواد د آبادۍ او آزادۍ افکار په ذهن کې ولري.
